کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د تجارتي او اقتصادي ودې او پراختیا لپاره ډیرې همکارۍ کړې دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي چې نن یکشنبه د تله ۱۵ مه په کابل کې د امام ابوحنیفه د درېیم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل چې هېوادونه باید د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره خپلې سوداګریزې لارې اسانې کړي.

 هغه زیاته کړه: د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د تجارتی او اقتصادی ودې او پراختیا لپاره زیاتې مرستې کړی دی خو بیا هم مونږ غواړو چې د دواړو هیوادونو په سرحدونو کې د تجارتی او اقتصادی تبادلې لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړی. 

 د افغانستان د خارجه وزارت سیاسی مرستیال څرګنده کړه: مونږ د ایران د اسلامی جمهوریت او نورو هیوادونو د سوداګرو لپاره د پانګونې مناسب زمینه برابره کړې ده.

 هغه په دې باندې په ټينګار سره چې بايد تجارتي او اقتصادي اړيکو سياسي ونه کړو وويل: سره له دې چې افغان سوداګر پاکستان ته د ننوتلو لپاره معتبرې ويزې لري، خو د پاکستان پولې د سياسي مسايلو له امله د افغان سوداګرو پرمخ تړلې دي.

 د افغانستان د حکومت دغه چارواکی د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: د امریکې او لویدیځ شتون د سیمې لپاره یو ګواښ دی خو افغانستان امریکې ته شرمناکه ماتې ورکړې ده.

د پیغام پای/