کابل- ایرنا- د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتو په ۷۹مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته په رسیدو سره ټینګار وکړ نړۍ ته د ایران پیغام سوله او امنیت دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، د یکشنبې په ماښام، د تله په لومړۍ نېټه، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې «تاسو له بهرنیو چارواکو سره په خپلو کتنو کې کوم مهم مسایل د مطرح کولو پلان لری؟»، وویل: هغه څه چې روښانه دي، دا پیغام دی چې د زمونږ هیواد نړۍ ته د سولې او امنیت پیغام لري او د هغه شعار بشپړولو لپاره چې ملګرو ملتونو سږکال د سولې او راتلونکي لپاره د ټولو خلکو لپاره د پرمختګ لپاره اعلان کړی دی.

 د ایران ولسمشر په دوام کښې وویل: د وینو تویولو، جنګ او وژنو پر ځای باید داسې نړۍ جوړه کړو چې ټول خلک د خپل رنګ، نژاد، توکم او سیمې له مخې په خپلواکه توګه په اسانۍ سره ژوند وکړي. 

پزشکیان وویل: له بده مرغه چې دا مهال په کومه نړۍ کې ژوند کوو، داسې نه ده.  دوه ګونی معیارونه شتون لري، ځینې ښه دي او ځینې بد دي؛ د پایلې په توګه، هغه ستونزې چې موږ یې ګورو رامنځته کیږي.

 په پای کې د ایران ولسمشر ټینګار وکړ: په ځمکه کې د ژوند کولو فرصت باید د ټولو خلکو لپاره برابر وي. پزشکیان د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نیویارک ته رسېدلي دي.

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر چې د ملګرو ملتو په ۷۹مې عمومي غونډې کې د ګډون او په نړیوالو مسائلو کې د اسلامي جمهوریت د دریځونو د بیانولو لپاره نیویارک ته تللی دی، د جان ایف کینیډي په هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د بهرنیو چارو وزیر حقوقي او سیاسي او نړیوال مرستیالانو مجید تخت روانچي او کاظم غریب آبادي، په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني، په ملګرو ملتو کې د ایران د استازې مرستیالې زهرا ارشادی او د ایران د اسلامی جمهوریت د دیپلوماتانو یوه ډله له خوا هرکلی وشو. 

عراقچي د پلاوي په مشرۍ د جمعې په شپه مخکي له ولسمشره نیویارک ته راغلل او له خپلو سیالانو او د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له استازو سره یې د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه دوه اړخیزې ناستې پیل کړې.

 د پیغام پای/