په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن دوشنبه د وږی په ۲۶مه په خپله فسبوک پاڼه کې لیکلي: څو پيژندل شوي کسان چې په دايکنډي کې پر هزاره ګانو د جنايي بريد له امله خلک جګړې ته هڅوي، د هغوی ريکارډ د هزاره ګانو پر وړاندې له تاوتريخوالي، حق تر پښو لاندی کول، جفا او تبعيض ډک دی.
هغه په دې خبرې سره چې هزاره ګان خپل دوست او دښمن پېژني، وویل: اسلامي امارت د دې جنایت عاملینو ته سزا ورکوي او د خلکو د ژوند او مال ساتونکی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د تیر حکومت د ولسمشر مرستیال امرالله صالح روند سبز بهیر په غور ولایت کښې د داعش له خوا د ملکی خلکو د وژلې په غبرګون کښې وویل: هزاره ولس، د مظلومیت په ویلو او د ظلم په ژړا کولو سره هیڅ ځای ته ونه رسیږي.
مهرباني وکړئ خپله تګلاره بدله کړئ. بیا په ځان باور وکړئ. د جزیه ورکولو او تاوان ورکولو پر ځای وسلې واخلئ. که تاسو وغواړئ، معادله به مات شي.
د پیغام پای/