په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د چارو ادارې نن پنجشنبه د وږی په ۲۲ مه نېټه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د کرم خېلو د کوچیانو قوم له یو شمېر مشرانو سره وکتل.
قومي مشرانو او مخورو په خوست او لوګر ولایتونو کې د یو لړ قومي ستونزو د حل په برخه کې تېر کال د جمهوري ریاست د سیاسي مرستیال د همکارۍ او مرستې یادونه وکړه او ویې ویل چې سیمه ییزې ادارې په خپل ټول توان د خلکو خدمت کوي او له خلکو سره ښې اړیکې لري.
د کرم خېلو قومي مخورو په خپلو سيمو کې د سړک، برېښنا، کاريز، کلينيک او جوماتونو د پروژو د پلي کېدو په اړه خپل وړانديزونه د لومړي وزير سياسي مرستيال ته وړاندې کړل او ويې ويل، چې يادو پروژو ته په پاملرنې سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.
مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت مخورو ته وویل: له اسلامي امارت سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې د هیواد پرمختګ او د لویو پروژو د پیل زمینه برابره شوې ده.
هغه زياته کړه: حکومت د خپل مسووليت له مخې خلکو ته خدمت کوي او هر کال په ملي بودجه کې بېلابېلې پروژې زياتېږي.
د پیغام پای/