کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وايي: د افغانستان په روغتیايي برخه کې مافیايي کړۍ له منځه تللې دي.

 په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د کابل د طبي علومو پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ګډون او خپل وینا ورکولي دي.

 د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال وویل:

دافغانستان روغتیا سکتور د منفي تبلیغاتو، مافیايي کړیو او د روغتیايي مرکزونو د کم ظرفیت له امله بدنامه شوی او ناروغان ګاونډیو هیوادونو ته د درملنې لپاره تلل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان روغتیا په ټپه دریدلې ده؛ په هېواد کې مافيايي کړۍ له منځه تللي، او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو لپاره هڅې روانې دي. 

 د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په هېواد کې د باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو باندې په ټینګار سره وویل: افغان ډاکټران او د روغتیا په برخه کې پانګوال باید د افغانانو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په پام سره با کیفیته درمل وارد کړي. 

 هغه د عامې روغتیا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د روغتیايي خدمتونو د عرضې او د درمل د کیفیت څارنه وکړي.

 مولوي عبدالکبير د لرو پرتو سيمو په ګډون ټولو هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو پر وړاندې کولو د ټينګار ترڅنګ، عامې روغتيا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د روغتيايي خدمتونو د عرضې او د درمل د کيفيت په اړه جدي څارنه وکړي. 

 د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له نړیوالو مرستندویه ادارو او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره خپلې مرستې زیاتې کړي او ټولو افغانانو ته د باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو کې ونډه واخلي.

 د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال له ملي او نړیوالو پانګوالو وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې ځانګړې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.  هغه زياته کړه، چې اوس په ټول افغانستان کې امنيت تامين شوى او د ډاکټرانو په ګډون هېڅوک د غلا، تښتونې او نورو پېښو په اړه اندېښمن نه دي. 

د حکومت سیاسي مرستیال فارغانو ته په خطاب کې وویل: اوس تاسو له خپلو مسلمانو، افغان او مجاهد وروڼو درملنه کوي، چې ستاسو امنیت یې تامین کړی دی.  هغه څرګنده کړه، نن په افغانستان کې ترهګري، وحشت او قومي جګړه نشته، بلکې ملي امنیت تامین دی.

 مولوي عبدالکبیر وویل: پخوانیو حکومتونو د افغانستان د آبادولو اراده نه درلوده او د روغتیا سکتور په ګډون د افغانستان نظامونه یې ستونزمن کړي وو.

 د پیغام پای/