کابل- ایرنا- د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست وویل: موږ ژمن یو چې د هیواد ټولو سیمو ته مالي خدمتونه پراخ کړو.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د مرکزي بانک چارواکو نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۷ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه بانک مشر نور احمد اغا د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر(یوناما) له مشرې مېرمن رزا اوتونبایوا سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

نور احمد اغا د هېواد په ټولو برخو کې د مالي خدمتونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو یو مهم لامل وباله.

هغه وويل: مرکزي بانک ژمن دى چې د هېواد ټولو سيمو ته مالي خدمتونه پراخ کړي، ترڅو ټول هېوادوال له دغو خدمتونو څخه په مساوي ډول ګټه پورته کړي.

نوراحمد اغا وویل: «موږ د کوچنیو پورونو د ورکړې مقرره جوړه کړې، چې په هېواد کې د مالي خدمتونو په پراختیا کې ډېره مرسته کولی شي.»

هغه ټینګار وکړ، چې دې سکتور ته د همکارو بنسټونو پاملرنه د کار پیدا کولو او د بېکارۍ په راکمولو کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د مرکزي بانک مشر په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د مخکښو هېوادونو له تجربو ګټه پورته کولو مهم وبلل.

هغه زیاته کړه: مرکزي بانک د دې سکتور پراختیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې د شرعي اصولو پر بنسټ مالي او بانکي خدمات وړاندې کړي.

په دې کتنه کې اوتونبایوا د مالي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ او د اسلامي بانکدارۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو د ټینګولو ژمنه وکړه او دغه سکتور یې د افغانستان د خلکو لپاره خورا مهم وباله.

د پیغام پای/