کابل- ایرنا- د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او په کابل کې میشت د ترکمنستان سفیر د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو نن سې شنبه د چنګاښ په ۲۳ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدری په کابل کې د ترکمنستان جمهوریت له سفیر خواجه عوضوف سره په ارګ کې وکتل. 

په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې د پرمختګ او نورو مهمو او اساسي مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې د ترکمنستان سفیر دوی ته د وزارت مقام او نویو دندو ته مبارکي وویله او د لا بریالیتوبونو دعا یې وکړه. نوموړي د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو په ځانګړي ډول په تخنیکي او حقوقي برخو کې او دا چې دا پروژه به په نږدې راتلونکي کې څنګه عملي شي، خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: له نېکه مرغه د پروژې کار په چټکۍ سره پر مخ روان دی او موږ لېوال یو چې د دغې پروژې کار ژر تر ژره پیل شي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې د کار په چټکتیا او د امکان تر حده په چټکتیا ټینګار وکړ.

د پیغام پای/