کابل – ایرنا – په کابل کې میشت د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د ځمکني او هوايي ترانسپورت په پراختیا کې د خپل هېواد لېوالتیا اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو چهارشنبه د چنګاښ په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګیلدایف سره په کابل کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي او ځمکني ترانسپورت په اړه خبرې وکړې.

د قزاقستان سفير په دې کتنه کې وويل: هېواد يې له افغانستان سره د ځمکنيو او هوايي ترانسپورتي اړيکو پراختيا ته لېوال دى او په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.

د پیغام پای/