کابل- ایرنا- د روغتیا نړیوال سازمان په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ له امله د ۲۵ تنو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روغتیا نړیوال سازمان مسوولینو نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر کال د مرغومي له ۱۱ مې د روان کال تر غبرګولي ۶ پورې ۴۶ زره او ۷۵۸ تنه په افغانستان کې په کولرا اخته شوې او دا د تېر په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور کې زیاته شوې په دغه موده کې ۲۵ تنو د دغه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې زیاته شوې چې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۱۴۳ تنه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.

راپور ټینګار کړی چې د ختیځ مدیترانې سیمه د کولرا ترټولو لوی پیښې لري. دا ناروغي په افریقا، امریکا، سویل ختیځ آسیا او اروپا کې هم لیدل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان هم خبرداری ورکړی چې د خولې د کولرا واکسینونو ذخیره په ختمیدو ده.
د راپور له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې ۱۶ هېوادونو د واکسین ۹۲ ملیونه دوز غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې دوه برابره ده.

د پیغام پای/