کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د مالیې وزارت خبر ورکړی دی، چې د مشرتابه د حکم او کابینې د پرېکړې پر اساس له دې وروسته له ۲۰۰۵ ماډل ښکته موټرو واردول هېواد ته منع دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مالیې وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۲۷ مه اعلان کړی دی، هغه شمېر وسایط چې مخکې هېواد ته وارد شوي دي د اسناد طی مراحل به یې د روان کال د زمري تر ۲۴ مې پورې دوام ولري.

دغه وزارت دا هم ویلي، چې د رهبرۍ د فرمان او د کابینې د پرېکړې له مخې هېواد ته له ۲۰۰۵ کال څخه د ټیټو موټرو واردول منع دي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د خلکو اقتصاد ته په پام سره په افغانستان کې له اسنادو پرته د موټرونو د ثبت بهیر د روان لمریز کال تر پایه غځول شوی دی.

د پیغام پای/