کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د هرات – تورغونډۍ د پټلۍ د نقشې او ډیزاین چارې یوه الماني کمپنۍ ته سپارل شوې دي.
د هرات-تورغونډۍ ریل پټلۍ د کشک کهنه، کشک-رباط سنګي، ګلران، انجیل او ګذرې له ولسوالیو تېرېږي.
د ریل دغه کرښه ۱۲۴ کیلومتره اوږدوالی لري او د هرات تر هوايي ډګر پورې به دوام وکړي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د هرات – تورغونډۍ پټلۍ به په نهایت کې د هرات-خواف ریل پټلۍ سره ونښلول شي او د افغانستان او ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نښلولو زمینه برابره کړي.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ په ۲۰۱۵ کال کې د جمهوري ریاست پر مهال یو ځل مطالعه او ازمویل شوې وه او تر بشپړېدو پورې یې لګښت شپږ سوه زره ډالره اټکل شوی و.
دا کرښه چې په افغانستان کې د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره یو له مهمو پټلۍ څخه شمیرل کېږي، د جمهوریت په وخت کې یې کار یوازې د مطالعې او ډیزاین پړاو کې و او په حقیقت کې هېڅکله پیل شوی نه خو اوس د افغانستان د سرپرست دولت د ټولګټو چارو وزارت له خوا یې سروې او عملي کار پیل شو.
د پیغام پای/