کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت په کابل ولایت کې د «اترا ادارې له خوا د مخابراتي شرکتونو د بندو شویو غیر اخلاقي سایټونو د فلټر کولو د بهیر د څارنې خبر ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت نن پنشنبې د غبرګولي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزار مقام د حکم پلی کولو په موخه د غیرې اخلاقي انټرنیټي سایټونو او اپلېکېشنونو د تړلو لړۍ دوام لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، په کابل ولایت کې د افغان بېسیم، اتصالات، سلام، MTN او روشن مخابراتي شرکتونو سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له خوا څېړل شوي او څارل شوې دي.

د خبر پر بنسټ، د دې څېړنو او ارزونو په پایله کې په کابل ولایت کې ټول غیر قانوني او غیر اخلاقي انټرنیټي سایټونه، د ټیک ټوک او پاپجي اپلیکیشنونه، مخابراتي شرکتونه بند شوي دي.

د پیغام پای/