کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي شرکتونو له یو شمېر مسوولینو او استازو سره په ارګ کې غونډه وکړه او په دې غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د پياوړتيا په برخه کې د سيم کارتونو د ثبت او په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پوښښ پر پراختيا خبرې وشوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د مخابراتي شرکتونو استازو ته په واضح ډول وویل چې دوی مکلف دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې «اترا» د قانون او طرزالعمل مطابق خپل خدمات وړاندې کړي.
حقاني زياته کړه: موږ د مخابراتو سکتور د پياوړتيا او پرمختګ لپاره جدي کار او هڅه کوو چې په ګډه د مخابراتو سکټور چارې په منظم ډول پرمخ يوسو او دا زموږ مکلفيت دی چې د ولس حقونه په پام کې ونيسو.
د مخابراتو وزارت سرپرست مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوطۍ وزارت په اترا ریاست کې ټول غیر قانوني نصب شوي وسایل ثبت کړي.
هغه د دې په بیانولو سره چې د شمېرو له مخې له ۷ زرو څخه زیات مخابراتي وسایل په غیر قانوني توګه نصب شوي او جواز نه لري، ټینګار وکړ: مخابراتي شرکتونه دې هڅه وکړي چې د قانون له مخې ټول مراحل بشپړ کړي.
همدارنګه په دې کتنه کې د مخابراتو سرپرست وزیر وویل: اوس د دې وخت دی چې د لوړ کیفیت د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په ګډه کار وکړو او د افغانستان په ټولو سیمو کې خپلو هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ کړو.
حقاني د دغې ناستې په دوام کې د مخابراتي شرکتونو د معلوماتو پر بنسټ چې د سیم کارتونو د کړنلارې له مخې په قانوني ډول ثبت شوي راپور شریک کړ او خوښي یې څرګنده کړه چې مخابراتي شرکتونو په هېواد کې د غیر قانوني سیم کارتونو د مخنیوي په برخه کې همکاري کړې ده.
د هغه په وينا، ياد شرکتونه توانېدلي، چې په قانوني ډول په هېواد کې ډېر شمېر سيم کارتونه ثبت کړي او د دې پروسې په بشپړېدو سره به دواړه مخابراتي شرکتونه خوندي او خلک به خوندي وي.
په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو مسوولینو هم وویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ کولای شي په لنډ وخت کې د نوم لیکنې بهیر بشپړ کړي.
په دې وروستیو کې، مخابراتي شرکتونو هوکړه وکړه چې خپل ټول غیر راجستر شوي تجهیزات د اترا دفتر کې راجستر کړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونو پراساس خپل فعالیتونه پرمخ بوځي.
د پیغام پای/