کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین سه شنبې د غبرګولي ۸ مه مازیګر مهال تاکشند کې و ویل: همدې واقعیت ته په پام سره باید عمل وکړو او له هغوی سره خپلې اړیکې په متناسب ډول تنظیم کړو.
هغه د افغانستان سرپرست دولت ته په اشارې و ویل: دغه خلک د هېواد کنټرول او پولې په لاس کې لري او د افغانستان اوسني واکمنان دي او ټول له دې خبر دي.
د روسیې ولسمشر څرګنده کړه: دا چې څه ډول باید له دغه اوسني قدرت سره اړیکې ټینګې کړو یوه پوښتنه ده، خو بیا هم په یوه نه یوه ډول باید له هغوی سره اړیکې ولرو.
هغه له افغانستان سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره مشورې ته اشاره وکړه ویې ویل: موږ به د خپلو هر شریک او دوست نظر په پام کې ونیسو او په دې برخه کې به همغږي شو.
د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دې مخکې ویلي وو چې د روسیې له خوا د افغانستان د سرپرست دولت په رسمیت پېژندلو احتمال تر بل هر وخت زیات دی.
د پیغام پای/