کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت سرپرست بدخشان ولایت کې د ګرځندوی ملي کنفرانس کې ویلي: هڅه کو تر څو افغانستان کې د ګرځندوی صنعت وده وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت اقتصاد وزارت بدخشان ولایت کې د ګرځندوی ملي کنفرانس کې د دغه وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف د ګډون خبر ورکړی دی.

قاري دین محمد حنیف په دغه کنفرانس کې و ویل: موږ هڅو کو تر څو افغانستان کې ګرځندوی صنعت وده وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست څرګنده کړه: غواړم د افغانستان د لرغونو، تاریخي او تفریحي ځایونو د لیدو له لارې د نړیوالو ګرځندویانو جذب زیات کړو تر څو د هېواد اقتصاد ته ګټه ورسېږي او دغه راز خپل تمدن او فرهنګ وه نورو ته ورسوو.

د پیغام پای/