کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د ۱۰۰۰ څخه زیاتو افغان کډوالو د اجباري راتګ خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن شنبې د غبرګولي ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې یو زر ۴۷۹ تنه افغان کډوال په تېرو دوه ورځو کې د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو پر بنسټ ۱۴۲ کورنۍ چې ۸۱۳ تنه په کې وو په اجباري توګه له پاکستان څخه راغلي، چې د کډوالو ادارې سره تر ثبت وروسته د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورمعرفي شول.

دغه راز د سپین بولدک سرحدي آمریت هم اعلان کړی دی، چې ۱۱۷ کورنۍ چې ۶۶۶ تنه په کې وو له دغه رازې د پاکستان څخه په زور را ایتسل شوي دي، چې تر ثبت وروسته د مرستو تر لاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورمعرفي شول او د هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له خوا هم مرسته وشوه.

د پیغام پای/