کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست نن سه شنبې د غبرګولي اوله اعلان کړی دی، چې پنجشېر ولایت د حصه اول ولسوالۍ له کان څخه تازه یوه جعبه یاقوت تر لاسه شوي دي.
د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد قاسم امیري د یاقوت د محصول په لومړی مزایده مراسمو کې و ویل، چې دغه یاقوت د ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو په بیه په یوه ملي سوداګر وپلورل شول.
د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رييس وويل، چې د څېړنو پر بنسټ په دغه ولايت کې د یاقوتو لس کانونه تثبیت شوي، چې په يو يې عملاً کار کېږي او درېيو کانونو هم د فعاليت جوازونه ترلاسه کړي دي.
د پیغام پای/