کابل- ایرنا- د روسیې او افغانستان چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او دغه راز د افغانستان پر کانونو د روسي پانګوالو پر پانګونې خبرې اترې وکړې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن شنبې د غوايي ۲۹ مه د نړیوالو همکاریو په چارو کې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الیکسي اوورچوک، د روسیې د ریل پټلۍ عمومي رییس سرګي پاولوف او د روسیې د ترانسپورټ وزارت له مرستیال دیمتري زفیریف سره د کازان غوندې په څنډه کې د صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزه سوداګرۍ د زیاتوالي او توازن، د افغاني توکو لپاره د ترجیحي تعرفو، په افغانستان کې د کانونو په پروژو او د اوبو د بندونو په برخه کې د روسیې د پانګونې، د شمال-جنوب په نړیوال ترانسپورتي دهلېز کې د افغانستان د ونډې او د روسیې د اورګاډي له لارې لیږد توکو د بیو د کمولو په اړه خبرې وکړې.

په خامو موادو د صادراتو د لوړې مالیې لرې کول، د استراخان او ماخچکلا بندرونو ته د پلاوي د سفر ترتیب او په مسکو کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس او د افغاني تولیداتو نندارتون جوړول هغه نور موضوعات وو چې دواړو لورو پرې خبرې وکړې.

د پیغام پای/