کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اوبو او برېښنا وزارت نن شنبې د غوايي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې خوست ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ چک ډېمونو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
خبرپاڼې زیاته کړې، دغه پروژه د یاد وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور، د کابل د سندیزې حوزې رییس انجینر حبیب الرحمن حقپال، د خوست د فرعي سیندیزې حوزې ریس مولوي عبدالقیوم ثابت، د دغه ولایت د سمیه ییزه چارواکو او ګڼو قومي مشرانو او مخورو له خوا د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې پرانستل شوه.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست د دغو پروژو د پرانیستلو پر مهال په ټول هېواد کې د اسلامی نظام حاکمیت یو الهي نعمت وباله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلک باید د دغه الهي نعمت قدر وکړي، ځکه چې د دغه نظام تر بیرغ لاندې امنیت او اقتصاد دواړه ته په هېواد کې د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.
منصور زياته کړه: په خوست ولايت کې ۱۳ پروژې په پام کې نيول شوې چې اته بشپړې شوې، دوې پروژې تر کار لاندې دي او درې نورې پروژې ډيزاين او قرارداد ته چمتو شوې دي.
د ایرنا د راپور له مخې د دغو ۸ پروژو په پلي کېدو سره څه د پاسه ۵۳ زره متر مکعبه اوبه خوندي شوې او څه د پاسه لس زره ښاریانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د پیغام پای/