کابل- ایرنا- ملي دفاع وزرات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د پوځ ویاند هغه ادعا چې ګڼې پاکستان کې پر چنايي وګړو برید د افغانستان له خاورې پلان او تر سره شوی له واقعیت څخه لرې وباله او په کلکه یې رد کړه.
کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت سه شنبې شپه د غوايي ۱۸ مه د یوې خپرپاڼې په خپلو سره د پاکستان د پوځ ویاند دغه ادعا چې ګڼې په دغه هېواد کې پر چنايي وګړو په برید کې افغان وګړو لاس درلود رد کړې وايي، د پاکستان د پوځ تر شیدید کنټرول او امنیت لاندې خیبرپښتونخوا سیمه کې د چنايي وګړو وژل کېدل د دغه هېواد د امنیتي بنسټونو کمزوري او یا هم له برید کوونکو سره د هغوی همکاري ښيي.
بیانیه زیاتوي: اسلامي امارت په دې مسله کې چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي چې افغانان په داسې مسایلو کې نه ښکیلیږي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي: موږ داسې قضيې لرو چې داعش خوارج د پاکستان له خاورې افغانستان ته ننوتي او د پاکستان خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښه له همدې هېواده تنظيمېږي او پاکستان بايد په دې اړه ځواب ووايي.
په اعلامیه کې ویل شوي: موږ د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمې په ګټه ګڼو او لا هم د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ پر ورورګلوۍ او ښو اړیکو باور لرو.
د پیغام پای/