کابل- ایرنا- د صهیونیستي رژیم پوځ د غزې په سویل پوله کې د فلسطین د رفح بندر د ځینو سیمو د اشغال خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د صهیونیستي رژیم د پوځ ویاند نن سهار سه شنبې د غوايي ۱۸ مه اعلان کړی دی، چې د فلسطین د رفح بندر ځینې برخې د دوی په ولکه کې راغلې دي.

هغه زیاته کړې ده، چې د صهیونیستي رژیم د پوځ د ۴۰۱ ټیپ سرتېرو د فلسطین د رفح بندر ځینې برخې ولکه کړې.

د غزې تراډه کې د بندرونو ادارې ویاند هم اعلان وکړ چې دغه بندر په د ننه کې د صهیونیسټ رژیم د ټانکونو د شتون له کبله تړل شوی دی.

د پیغام پای/