کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، هرات به ډېر ژر د نړیوال ترانزیټ او اقتصادي تحولاتو قطب او مرکز شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن یکشنبې د غوايي ۱۶ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: له سیمې سره د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزه اړیکو پراختیا د افغانستان لپاره د یوې ښې او روښانه راتلونکې ښکارندويي کوي.

نظري دغه راز څرګنده کړې، هرات به ډېر ژر د نړیوال ترانزیټ په مرکز او د اقتصادي بدلونونو په قطب بدل شي.

د هغه په وینا، ټاکل شوې د روسیې نفتي توکي له دغه لارې سویلي آسیا ته ولېږدول شي چې په دې کار سره به د هېواد ژیواکانومیک موقعیت لا پیاوړی شي.

د ایرنا د راپور پر اساس، تر دې مخکې د افغانستان د اقتصاد وزارت سرپرست د یو شمېر هېوادونو له پلاوي سره وکتل او د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پیغام پای/