کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې تېره شپه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید شوی چې په پایله کې یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۷ کسان ووژل شول او یو شمېر ټپیان شول.
یوناما ټینګار کړی، چې د پېښې د عاملینو سمدستي څېړنه او حساب ورکول او د افغانستان د شیعه ټولنو لپاره محافظتي اقدامات یوه اړتیا ده.
د ایرنا د راپور له مخې د تېرې دوشنبې په شپه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان (ع) په جومات کې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شول، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو له دې وړاندې د دغه ډول بریدونو مسوولیت داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیست.
د پیغام پای/