کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته د لار موندلو مبارکي وویله.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د غوايي ۹ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د فوټسال ملي لوبډلې سترې بریا او د ۲۰۲۴ نړیوال جام ته د لار موندنې له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

مجاهد ليکلي:د افغانستان د فوټسال لوبډلې د اسيايي هېوادونو د فوټبال سياليو په وروستي پړاو کې قرغزستان ته ۵-۳ ماتې ورکړه او نړيوال جام ته يې لار پيدا کړه.

د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیايي لوبو د غوراوي په پړاو کې د قرغزستان ملي لوبډلې ته په ۵-۳ ماتې ورکولو سره په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټبال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

دا لوبه چې نن سهار په ۹:۳۰ بجو د تایلنډ په بنکاک کې پیل شوې وه، څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده.

په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو د لوبې لومړۍ نیمايي د ۱-۰ په توپیر د قرغزستان لوبډلې په ګټه پای ته ورسوله، په دویمه نیمايي کې یې ۴ نور ګولونه وکړل او د ۵-۳ په توپیر یې د فوټسال نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

د پیغام پای/