کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د بې سرپرست ماشومانو لپاره دغه معیاري ښارګوټی د قطر د شاهلي کورنۍ د خیریه بنسټ په لګښت په ۲۷۲ جرېبه ځمکه کې جوړېږي.
د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپریست مولوي خیرالله خیرخوا د دغه ښارګوټي د جوېدړېدو په پرانستونکو مراسمو کې و ویل، چې پر قطر سربېره د ځینو نورو هېوادونو خیریه بنسټونه هم غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي.
په راپور کې راغلي، دغه ښارګوټی به په کورنو سربېره، ښوونځی، مدرسه، وړکتون، روغتون، جومات او د ساتېری پارک هم ولري، چې تخنیکي چارې یې د ښار او کور جوړولو وزارت له خوا مخ ته وړل کېږي.
د پیغام پای/