کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا اجمد سه شنبې د غوايي ۴ مه د افغانستان لپاره روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سره د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسیې تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، دوه اړخیزه اړیکو او دغه راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکلو، د دوحې د غونډې او سیمې د مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.

امیرخان متقي په سیمه ییزه او نړیوالو ناستو کې د روسیې له ملاتړ لرونکي دریځ څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې په سیاسي او سوداګریزه اړیکو ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست و ویل: د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې دی او افغانستان دا مهال د سیمې په نېږدې ټولو هېوادونو کې فعال سفاروتونه لري.

هغه له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې وبللې ټینګار یې وکړ، چې ملګري ملتونه باید د افغانستان پر اصلي واقعیتونو پوه شي او د افغانستان شرایط داسې نه دي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته اړتیا وي.

ښاغلي متقي زیاته کړه: افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی او د دوحې د غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه به له پوره وضاحت وروسته خپل دریځ څرګند کړي.

ضمیر کابلوف په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه د هرې غونډې په اړه باید د افغان حکومت موافقه په پام کې ونیول شي.
هغه زیاته کړه: د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان په اړه د هوکړه لیک شتون هم مهم دی او ټینګار یې وکړ چې دا لړۍ د افغان حکومت له موافقې پرته کومه پایله نه لري.

ښاغلي کابلوف زیاته کړه: د نړۍ هېوادونه باید د څو اړخیزو اړیکو د میکانیزمونو پر ځای له افغان حکومت سره خپلې اړیکې د دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې وساتي.

په افغانستان کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي يادونه وکړه، چې امريکا بايد د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزاده کړي، پر بانکي سيستم غير قانوني يو اړخيز بنديزونه پای ته ورسوي او خپل مسووليتونه پوره کړي.

د پیغام پای/