کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د امریکا استازو جرګې دموکرات استازي جیسون کرو تېره شپه د یوې بیانیې په خپرولو سره په خپله اېکس پاڼه لیکلي: غزه کې د انساني ناورین له وحشتناک حالت له هغې ډلې د نړیواله مرسته کوونکو د وژلو څخه ووېرېدم، نه شم کولی د اسرائیلو له اوسني نظامي تګلارې ملاتړ او سترګې ترې پټې کړم.
دغه دموکرات استازي زیاته کړې: اسرائیل له ځان نه د دفاع حق لري خو دا یې لار نه ده، لویه لوږه او د غیرنظامیانو وژل کېدل د جګړې له نه مننونکو زیانونو څخه دي.
کرو ټینګار کړی، ما په تاکتیکونو کې د پراخ بدلون او د بشردوستانه مرستو د زیاتوالي لپاره هڅه وکړه، مګر هېڅ یو یې عملي نه شو. زه ډاډه یم چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به یوازې هغه وخت ځواب ووايي کله چې امریکا ووایي موږ د اسراییلو د تیرې پوځي ستراتیژۍ ملاتړ نه کوو.
امریکايي سناتور کریس کونز هم اعلان وکړ چې له اسراییلو سره پوځي مرستې باید په مشروط ډول وشي، په دې صورت کې به یې ملاتړ وکړي.
خپلواک سناتور برني سانډرز په خپله اېکس پاڼه لیکلي، نشي کولی له نتانیاهو څخه وغواړي چې په ملکي خلکو بمبارۍ ودروي او بله ورځ هغه ته په زرهاو ۲۰۰۰ پونډه بمونه واستوي چې ټول ګاونډیان سطۍ کړي.
سنډرز یو ځل بیا ټینګار وکړ: موږ باید له اسراییلو سره خپله ملګرتیا پای ته ورسوو، اسراییلو ته نور بمونه مه ورکوۍ.
د غزې په سویل کې پر رفح سیمه د اسرائیلي رژیم د احتمالي پوځي برید په اړه چې د سلګونو زرو فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخامخ کولای شي، د واشنگټن له ادعاوو سره سره، د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د میلیاردونو ډالرو مرستې په اړه چوپتیا غوره کړې ده. له اسراییلو سره په پوځي مرستو کې موافقه شوې ده، چې بمونه او جنګیالي پکې شامل دي.
د پنټاګون چارواکو او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د وسلو په نویو کڅوړو کې د MK-۸۲ په نوم له ۱۸۰۰تر ۲۰۰۰ پونډه څخه ډېر بمونه او ۵۰۰ ۵۰۰ پونډه بمونه شامل دي.
د پیغام پای/