کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ په قطر کې د افغانستان د سرپرست دولت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین چهارشنبې د وري ۱۵مه وویل: د یوناما په موجودیت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه بل استازي شتون غیر ضروري دی.
ښاغلي شاهین زیاته کړه: موږ غواړو له نړیوالې ټولنې سره اړیکه ونیسو او ستونزې د خپلو ګټو او اصولو په رڼا کې حل کړو، خو دا چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی د یوناما تر نامه لاندې شتون لري، موږ د بل استازي اړتیا نه وینو.
د ایرنا د راپور له مخې د ملګروملتونو د امنیت شورا نوې مشرې وینیسا فریزر په یوه خبري غونډه کې اندېښنه څرګنده کړه چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره کوم نوی ګام نه دی پورته شوی.
اغلې فریزر وویل: موږ په یقیني ډول د افغانستان د وضعیت د خپلواکې بیا کتنې ملاتړي یو چې د ښاغلي فریدون له خوا ترسره شوه. موږ د هغه پلان ملاتړ کوو چې په پای کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو عادي کولو ته اړتیا لري، خو د دې لپاره باید اقدام وشي. موږ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو ته سترګې په لار یو، چې له بده مرغه موږ په دې اړه څه نه دي اورېدلي.
د پیغام پای/