کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بامیان ولایت د والي دفتر نن شنبې د وري ۱۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړې چې د روژې د مبارکې میاشتې د ۱۹ مې نیټې شپه چې د قرآن عظیم الشان د نزول او د حضرت امام علی (ع) د وهل کېدو شپې سره سمون خوري، د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي په مستقیمه توګه د دغې شپې څارنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، والي سرحدي د بامیان ولایت د مرکز بامیان ښار په جامع جومات کې د قدر د شپې د راژوندي کولو په لړ کې د خلکو یوې سترې ډلې ته وینا وکړه او ویې ویل: حضرت امام علی (ع) او د هغه بچو د قدر په شپه ډېر زحمتونه ګاللي، د اسلام په دين او د خدای په لاره کې يې وينه تويه کړه او نن د اسلامي ټولنو وياړ دی.
هغه همداراز زیاته کړه: د علی (ع) مېرمن فاطمه زهرا (ص) او د هغې لور زینب کبری (ص) د مسلمانو ښځو لپاره د حجاب او اسلامی فضیلتونو بېلګه ده او له شک پرته که زموږ نجونې او مېرمنې په دې مقام پوه شوې د حضرت فاطمه زهرا (ص) په وینا دوی به هیڅکله له حجاب پرته له کوره نه وځي او تل به د خدای او قرآن د احکامو اطاعت او پیروي کوي.
سرحدی دې خبرې ته په اشارې سره چې د قدر شپه د ژوند او احیا شپه د پیغمبرانو طریقه او د اسلامی ورورولۍ سمبول دی زیاته کړه: د مسلمانانو عزت د مسلمانانو په وحدت کې دی او د ورورولۍ د رامنځته کولو یوه لاره ده. په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو تر منځ اتحاد او اتفاق او د عزت او نړیوال واک ترلاسه کول د مسلمانانو د قرآن حکم، د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو او د قدر د شپې بیا راژوندي کول دي او نورې مذهبي رخصتۍ او مراسم.
سرحدی په پای کې د بامیان ولایت عامو خلکو او په خاصه توګه د قدر د شپې بیا احیا کوونکو ته ډاډ ورکړ: هغه جوماتونه او تکیه خانې چې د قدر شپه پکې راژوندی کیږی د دغه ولایت د سیمه ایزې ادارې د مشرتابه تر کلکو امنیتی تدابیرو، کشف او څارنې لاندې دی، د دې سیمې اوسیدونکي هیڅ اندیښنه نه لري او کولی شي د قدر شپې بیا راژوندي کړي او په آرامۍ سره په عبادتونو بوخت شي.
د پیغام پای/