کابل- ایرنا- د کورنیو چارو وزارت ویاند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې دوه سوه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبې د وري ۶مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسګونه جریبه ځمکه له کوکنارو له بوټو پاکه کړې ده. 

د قانع په وينا، د کوکنارو د اړولو د کمپاين په دوام دا ځل د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ کې له ۲۰۰ جريبه زيات کوکنار له منځه وړي دي.

قانع زياته کړه: دغه راز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په ننګرهار کې ١٨ جريبه، په لغمان کې ١٤ جريبه او په خوست او نيمروز ولايتونو کې څو جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د کوکنارو د کښت د ممانعت په اړه د افغانستان د سرپرست دولت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له فرمان وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه.

د پیغام پای/