کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، په هېواد کې د ګرځندویانو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا نن شنبې د وري ۴ مه د ګرځندوی او هوټل ولۍ انستېتیوت د بیا فعالېدو په مراسمو کې په هېواد کې د ګرځندوی د زیاتو خبر ورکړ.

د خيرخواه په وينا، په افغانستان کې له کلونو ناامنيو او جګړو وروسته د مرکزي حکومت په مشرۍ بشپړ امنيت ټينګ شوى او د سيلانيانو لپاره مناسب چاپېريال رامنځته شوى دى.

خیرخواه زیاته کړه: د افغان سیاحت او میلمه پالنې په برخه کې د اسلامي امارت ژمنې بهرني سیلانیان راجلب کړي دي.

د پیغام پای/