کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د قوشتپې کانال پروژې مسوول سيد ذبيح الله میري نن پنشنبې د وري ٢مه، ځينو رسنيو ته ویلي: د قوشتپې د ملي کانال د دويم فاز کار هم مهاله په بلخ او جوزجان ولايتونو کې پيل شوى او د مسوولينو په وينا، د کېندلو چارې یې درې سلنه بشپړې شوې دي.
د هغه په وينا، اوسمهال د بلخ او جوزجان ولايتونو په څه باندې شلو ځايونو کې د دغه کانال د جوړېدو چارې روانې دي.
د ملي پرمختيايي شرکت مسوولين چې د دغه ستر کانال د کار د پرمخبيولو مسووليت په غاړه لري، وايي، د کار د چټکتيا له امله په پام کې ده چې د دغه کانال د دويم فاز کار له ټاکل شوی وخت مخکې بشپړ شي.
د پیغام پای/