کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د ریل پټلۍ ادارې مشر او د ایران د اسلامي جمهوریت د نو اندیشان طرحې شرکت رییس د ایران- افغانستان- چین تر منځ د ریل پټلۍ جوړولو لپاره د پانګې د جذب په خاطر له چین سره په خبرو ټينګار کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ریل پتلۍ ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون مازیګر (سه شنبې د وږي ۷ مه) د ایران د اسلامي جمهوریت د نو اندیشان طرحې شرکت رییس دکتور رشیدیان سره چې د ایران د ریلي پراختیا د کنسرسیوم غړی دی لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې لومړی د ایران- افغانستان – چین تر منځ د ریل پتلۍ د لومړنۍ طرحې په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل شول.

ښاغلي شرافت د یاد شرکت له خوا د ابتدايي طرحې له جوړولو خوښې وښوده او دواړو لورو ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د چین هېواد د پانګې جذبولو په خاطر باید له چینايي لوري سره خبرې اترې وشي.

د پیغام پای/